وزيراعظم عمران خان د کرپشن کيسونو په حواله د څه قسمه سمجهوتې امکان مسترد کړې

وزيراعظم عمران خان د کرپشن کيسونو په حواله د څه قسمه سمجهوتې امکان مسترد کړې

وزيراعظم عمران خان د کرپشن کيسونو په حواله د ډيل يا څه قسمه سمجهوتې امکان مسترد کړې،سينئر قانون دان بابر اعوان وزيراعظم سره ملاقات کښې وئيلي دي چې احتساب عمل د سياسى مداخلت نه آزاد دې او دا عمل به جارى ساتلې شى
وزيراعظم عمران خان سره سينئرقانون دان بابراعوان ملاقات کړيدے، چې پکښې د حکومت آئيني او قانوني معاملاتو باندې تفصيلي تبادله خيال شويدے، سرچينو ترمخه وزيراعظم د اپوزيشن سره د هرقسمه ډيل يا سمجهوته کولو امکان مسترد کړيدے، وزيراعظم وئيلي دي چې د احتساب عمل به بلا تفريق جاري وي او څوک به هم د احتساب په عمل نه اثر انداز کيږي، ملاقات کښې د عمران خان د کشمير په حواله هم خبرې کړي او وئيلي دي چې جنرل اسمبلۍ خطاب به د کشمير حوالې سره ډير اهم خطاب وي او د حکومت ټوله توجه د کشمير په مسئلې مرکوز ده، په دې موقع بابراعوان وزيراعظم ته وئيلي دي چې د کشمير په حواله د حکومت جارحانه حکمت عملي يو بهتر اقدام دے او په اول ځل د بهترين خارجه پاليسۍ په وجه د کشمير مقدمه په نړيوال سطح آوريدے کيږي، بابراعوان ووئيل چې د ډيل يا سمجهوتې خبرونه خورونکي به د مايوسۍ سره مخ وي