وزيراعظم عمران خان د کمانډ اينډ سټاف کالج کوئټه دوره کړې

وزيراعظم عمران خان د کمانډ اينډ سټاف کالج کوئټه دوره کړې، په دي موقع وزيراعظم عمران خان سټاف کالج کښي خپل خطاب کښي وئيلي چه پاک فوج د ملک دښمن عناصرو مزموم مقاصد ناکام کړي او د مسلح ځواکونود پيشه ورانه مهارت لوجي ملکي دفاع ناقابل تسخير ده

د بلوچستان په دوره تلي وزيراعظم عمران خان د کمانډ اينډ سټاف کالج کوئيټه دوره اوکړه، کمانډسټاف کالج ته په راتګ آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه او کور کمانډر کوئيټه وزير اعظم ته هرکلي اوئي ، په دي موقع خپل خطاب کښي وزيراعظم عمران خان دپاکستان مستقبل په حقله په خپل ويژن رڼا واچوله وزيراعظم اوئيل چه دمسلح افواج د پيشه ورانه مهارت لوجي ملکي دفاع ناقابل تسخير ده ،او دا چه پاک فوج د ملک دښمن عناصرو مزموم مقاصد ناکامه کړي بلخوا دپاک فوج تعلقات عامه شعبه وائي چه آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه کوئيټه کښي د کور هيډکوارتر دوره اوکړه ، کور کمانډر کوئيټه ليفټيننټ جنرل سرفراز علي د آرمي چيف استقبال اوکړو د آئي اسي پي آر ترمخه کور هيډ کوارټر کښي آرمي چيف ته د سيکورټي صورتحال او پيشه ورانه تياريانو په حقله بريفنګ ورکړي شو، د بيان ترمخه آرمي چيف ته پاک ايران او پاک افغان بارډر باندي د باړ لګولو عمل پحقله بريفنګ ورکړي شو، د ائي ايس پي آر بيان زياتوي چه آرمي چيف ته د پاک فوج لخوا صوبائي حکومت سره د سماجي او اقتصادي ترقۍ په اقداماتو هم بريفنګ ورکړي شوي