وزيراعظم عمران خان د کوئټه چاودنې رپورټ طلب کړے

وزيراعظم عمران خان د کوئټه چاودنې رپورټ طلب کړے

وزيراعظم عمران خان د کوئټه چاودنې رپورټ طلب کړے،په خپل ټويټ کښې وزيراعظم وئيلي دي چې د کوئټه په جماعت کښې دننه نمونځ ګزار په نښه کړے شويدي، وزيراعظم د زخمي کسانو د بهترين طبي سهولياتو فراهمۍ هدايات ئې هم کړي، دا ئې هم وئيلي چې شهيدډي ايس پي حاجي امان الله بهادر او مثالي افسر وو
وزيراعظم عمران خان تېره ورځ د کوئټه په جماعت کښې شوي چاودنه باندې افسوس څرګند کړے او متعلقه حکامو نه ئې د واقعې تفصيلي رپورټ طلب کړيدے، وزيراعظم وئيلي دي چې بزدله خلقو په جماعت کښې معصومه نمونځ ګزار په نښه کړيدي کومه چې د افسوس خبره ده، وزيراعظم آمر کړيدے چې چاودنه کښې ژوبل کسانو ته دې بهترين طبي سهوليات ورکړے شي، کوئټه چاودنه کښې شهيد ډي ايس پي ته وزيراعظم خراج تحسين پيش کړے او وئيلي دي چې حاجي امان الله ډېر مړنے او مثالي افسر وو