وزيراعظم عمران خان سره اسد قيصر او شبلي فراز ملاقات کړې دې

وزيراعظم عمران خان سره اسد قيصر او شبلي فراز ملاقات کړې دې

وزيراعظم عمران خان سره سپيکرقومي اسمبلي اسدقيصر او سينيټ کښې قائدايوان شبلي فراز ملاقات کړې دې، ملاقات کښې د ملک په موجوده سياسي صورتحال او قانون سازۍ متعلق امورو باندې تبادله خيال شوې دې
په دې موقع وزيردفاع پرويزخټک، وزيرمنصوبه اسدعمر او وزيربرائے پارليماني امور اعظم سواتي هم موجود وو، عمران خان ته د دواړو ايوانو متعلق تفصيلي بريفنګ ورکړې شوې دۍ، ملاقات دوران د ملک په موجوده سياسي صورتحال، اليکشن کمشنر او ممبرانو د تقررۍ سره سره آرمي ايکټ کښې ترميم او اپوزيشن ګوندونو سره رابطو په حواله هم تفصيلي خبرې اترې شويدي، ذرائع وائي چې وزيراعظم غونډې ته خصوصي هدايات جاري کړي چې پارليمان کښې قانون سازۍ متعلق دې په اهم امورو باندې زر ترزره عملي ګامونه اوچت کړې شي او د اپوزيشن تحفظات حل کولو لپاره دې پورا پورا کوشش دې وکړې شي