وزيراعظم عمران خان سره افغان اولسمشر اشرف غنى ملاقات کړے

وزيراعظم عمران خان سره افغان اولسمشر اشرف غنى ملاقات کړے،دواړو مشرانو ترمينځ ملاقات تاشقند کښې شوے چې پکښې د افغانستان موجوده صورتحال،سوله لپاره روان کوششونو او دوه اړخيزه اړيکو په پراختيا خبرې شويدے،ملاقات وروستو دواړو ملکونو ترمينځ د وفدونو په سطح مذاکرات هم شويدے

وزيراعظم عمران خان او افغان اولسمشر ترمينځ ملاقات تاشقند کښې وسطي ايشيائي او جنوبي ايشيا ملکونو ترمينځ رابطو په حواله د نړي وال کانفرنس په سائيډ لائن شوېدے ملاقات دوران د افغانستان په موجوده صورتحال او سيمې ته راپيښ چيلنجونو په معاملو خبرې شويدي د ملاقات نه پس د دواړو ملکونو ترمينځ وفدونو په سطح مذاکرات هم شويدي چې پکښې وزيراعظم عمران خان د پاکستان او اشرف غني د افغانستان د وفد مشري کوله مذاکراتو دوران افغانستان نه د ناټو پوځ انخلا وروستو پيدا شوي صورتحال ،دواړو ملکونو ترمينځ تعلقاتو په پراختيا او تجارت پشمول نورو شعبو کښې همکاري سيوا کولو په معاملو خبرې شويدي