وزيراعظم عمران خان سره د آئي ايم ايف وفد ليده کاته کړي

وزيراعظم عمران خان سره د آئي ايم ايف وفد ليده کاته کړي

وزيراعظم عمران خان سره د آئي ايم ايف وفد ليده کاته کړي چي پکښې د ملک معاشي صورتحال پشمول د مالياتي ادارې لخوا ورکړې شوي اهدافو پحقله خبري اتري شويدي،ملاقات کښې د خزانې مشير عبد الحفيظ شيخ او ګورنر سټيټ بينک پشمول نور اعلي چارواکو هم ګډون کريدې
د وزيراعظم عمران خان او عالمي مالياتي ادارې آئي ايم ايف وفد ترمينځه پي ايم آفس کښي ملاقات شويدې،د آئي ايم ايف وفد مشري د جنوبي ايشيا او وسطي ايشيا لپاره ډائريکټر جهاد آرزو کړيده
خزانې لپاره د وزيراعظم مشير عبد الحفيظ شيخ،د سټيټ بينک ګورنر او سيکرټري فنانس هم د ملاقات دوران موجود وو
ملاقات کښې د پاکستان معاشي صورتحال،ټيکس اصلاحات او آئي ايم ايف ورکړې شوي اهدافو پحقله خبري اتري شويدي