وزيراعظم عمران خان سره د ايشيائي ترقياتي بينک او آئي ايم ايف سربراهانو ملاقاتونه کړيدي

وزيراعظم عمران خان سره د ايشيائي ترقياتي بينک او آئي ايم ايف سربراهانو ملاقاتونه کړيدي

وزيراعظم عمران خان سره ډيووس کښې د ايشيائي ترقياتي بينک او آئي ايم ايف سربراهانو جدا جدا ملاقاتونه کړيدي، د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ وائي چې دغه ملاقاتونه مفيد وو اوپاکستان ته د مالي امداد ورکولو خصوصي پروګرام هر کلې کوو، د اے ډي بي صدر وائي چې پاکستان سره تير پنځوس کالو راهسې مرستې جاري دي او ډير زر به د نوې منصوبو جاج لپاره د پاکستان دوره کووم
مشير خزانه عبدالحفيظ مطابق ډيووس کښې وزيراعظم عمران خان سره د ايشيائي ترقياتي بينک صدر ملاقات مفيد ثابت شويدې
مشير خزانه وائي چې ايشيائي ترقياتي بينک د پاکستاني معيشت بهترې کښې اهم کردار ادا کړيدې او طمع ئې څرګند کړې چې د بينک نوې صدر په دور کښې به پاکستان سره تعاؤن نور مستحکم شي
د ايشيائي ترقياتي بينک صدر اووئيل چې د پاکستاني معيشت په اړه اصلاحاتي ايجنډے کښې زمونږ مرستې به جاري وي او د نوې منصوبو جاج لپاره به ډير زر د پاکستان دوري کووم
ډيووس کښې وزيراعظم عمران خان سره د آئي ايم ايف صدر هم ملاقات کړې چې پکښې مختلفو چارو باندې خبرې اترې شويدي
دغه ملاقاتونه د عالمي اقتصادي فورم په سائيډ لائنز شويدي