وزيراعظم عمران خان سره د سعودى عرب خارجه وزير ملاقات کړې

وزيراعظم عمران خان سره د سعودى عرب خارجه وزير ملاقات کړې ،وزيراعظم آفس وائي چې ملاقات کښې دوه اړه خيزه تعلقات،مسئله کشمير،شريکې دلچسپۍ امور او خطے په صورتحال خبرې اترې شوي،وزيراعظم عمران خان سعودي عرب سره معاشي تعلقات نور مضبوطولو باندې هم زور راوړې دے

د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلې شوي چې وزيراعظم عمران خان سره د سعودي عرب وزير خارجه ليده کاته کړي چې پکښې چې دوه اړه خيزه تعلقات،شريکې دلچسپۍ امور،افغانستان،مس؊له کشمير او خطے په صورتحال باندې خبرې اترې کړيدي په دې موقع وزيراعظم عمران خان سعودي عرب سره معاشي تعلقات نور مضبوطولو باندې زور راوړې او وئيلي دي چې د پاک سعودي عرب اولس ترمينځ مذهبي او ورورولۍ رشته ده وزيراعظم وئيلي چې د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ نزدې او ژورې اړيکې دي،توانائي ،تجارت او سرمايه کارۍ په شعبو کښې هم مواقع پيدا کول پکار دي په دې موقع د سعودي عرب خارجه وزير وينا وه چې په مسئله کشميربه سعودي عرب د پاکستان حمايت ساتي