وزيراعظم عمران خان سره د هغه برطانوى هم منصب بورس جانسن په ټيلى فون رابطه کړې

وزيراعظم عمران خان سره د هغه برطانوى هم منصب بورس جانسن په ټيلى فون  رابطه کړې، د دواړه ملکونو وزرائے اعظمانو ترمئينځه په دوه اړخيزه تعلقاتو او د خطے په سيکورټي صورتحال تبادله خيال شوي

په دي حواله جاري شوي اعلاميه کښي وئيلي شوي چه دواړه مشرانو په دوه اړخيزه تعلقاتو او افغان امن عمل باندي تفصيلي تبادله خيال کړي په دي موقع وزير اعظم عمران خان د دواړه ملکونو ترمئينځه تجارت او سرمايه کارۍ ته وده ورکولوطعه څرګنده کړه د اعلاميي ترمخه دواړه مشرانو د پاکستان او برطانيي ترمئينځه د اعلي سطح تبادلے سيوا کول باندي هم اتفاق کړي وزيراعظم عمران خان برطانيه کښي د کورونا موثر طريقے سره په مقابله کولو د وزيراعظم بورس جانسن د کوششونو ستائينه اوکړه او خپل برطانوي هم منصب ئي د پاکستان لخوا دکورونا خلاف پورته کړي شوي اقداماتو نه اګاه کړو اعلاميه وائي چه وزيراعظم خپل برطانوي هم منصب پاکستان دسفري پابندۍ والا ملکونوريډ ليسټ کښي د ساتلو فيصلے باندي د نظر ثانۍ درخواست اوکړو وزيراعظم عمران خان د افغان قيادت لخوا امن عمل او مفاهمت حمايت اعاده اوکړه اوزياته ئي کړه چه افغانستان کښي امن صرف د خبرو اترو د لاري مملم دے او خپل ديرنه موقف ئي تکرار کړو چه د افغانستان کشالې هيڅ فوجي حل ممکن نه دے وزيراظم عمران خان خپل برطاوني هم منصب افغانستان کښي د قيام امن لپاره د پاکستان د کوششونو نه هم اګاه کړواو د ايف اے ټي ايف په شرائط عمل درآمد په حواله د پاکستان د کاميابيانو نه هم خبر کړو