وزيراعظم عمران خان سره کلک ولاړ دى ، پرويز خټک

وفاقى وزير دفاع پرويز خټک وئيلى چې وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دى او د ان هاوس بدلون راتلو هيڅ قسمه امکان نيشته دے۔

پيښور کښي د يو نجي شاپنګ مال افتتاحي دستورے په وخت ميډيا سره خبرو کښي پرويزخټک اوويل چي هغوي د عمران خان سره کلک ولاړ دي او په هيچا کښي هم دا جرات نه وينو چي چي موجوده حکومت غير مستحکم کړي ۔وفاقي وزير اوويل چي تيرو حکومتونو د اربونو روپو قرضے اخستے د کوم واپس کولو ته چي موجوده حکومت پوره توجو ورکړے۔ دوي اوويل چي ګراني يوه عالمي مسله ده او که د چا سره هم د تنقيد نه سيوا ددے مسلے حل وي نوپيش دےکړي۔ وفاقي وزيردفاع پرويز ختک زياته کړه چي هغوي د هرقسمه تنقيد باوجود بي آر ټي منصوبه مکمل کړه او اوس د پيښور نه تر ډيره اسماعيل خان پورے موټروے هم جوړولے شي۔ پرويز خټک اوويل چي د تيرو وختونو په رنګ اوس پيښور کښي کچه کورونه نيشته او نه څوک زړے جامے اغوندي