وزيراعظم عمران خان سعودى عرب دورې نه په واپسۍ وړومبې بريفنګ په شهبازشريف اخستې ، مريم اورنګزيب

د مسلم لیګ ن مرکزي ترجمان مریم اورنګزیب وئيلي دي چې وزیراعظم عمران خان سعودي دورې نه پس وطن کښې وړومبنې بريفنګ په شهباز شريف اخستے، او په ملک کښې مهنګائي، بې روزګاري ورته نه ښکاري،که چرې وزیراعظم سره د غريب اولس غم وي نو اول به ئې د ګرانۍ تپوس کړے وے، د وزیراعظم د کرائے ترجمانان صرف د اولس په ګمراه کولو کښې مصروفه دي

اسلام آبادکښې ميډيا سره خبرو کښې د مسلم لیګ ن مرکزي ترجمان مریم اورنګزیب وویل چې وزیراعظم عمران خان سعودي دورې نه پس وطن کښې ړومبنې بريفنګ په شهباز شريف اخستے، او د اپوزيشن ليډر د ګرفتارۍ لپاره په ادارو دباؤ اچوي، ولې بل طرفته په ملک کښې ګراني او بې روزګاري ورته نۀ ښکاري، پکار وه چې راتلو سره ئې اول په ملک کښې د ګرانۍ او نور عوامي مسائلو باندې بريفنګ اخستے وے، ترجمان ن ليګ وائي چې د وزیراعظم د کرائے ترجمانان شپه او ورځ د اولس په ګمراه کولو او د شهباز شريف او نوازشریف خلاف پروپیګنډې کښې مصروف دي ، نن د اوړۀ او چينو غلۀ چرته لاړل ؟ ، پخواني آمر مشرف چېد ملک آئين ئي مات کړےد هغۀ خلاف چا هم کارروائي نۀ ده کړې،مریم اورنګزیب وايي چې په کال دوه زره کښې ډکټيټر نيب په ذريعه د دروغو حديبيه ملز کيس جوړ کړے وو او شهباز شريف باندې تر اوسه يو الزام هم نا دے ثابت شوے، ځکه خو خان صاحب ته تکلیف رسيدلے دے