وزيراعظم عمران خان سيالکوټ پېښه افسوناکه او شرمناکه ګرځولې

وزيراعظم عمران خان سيالکوټ پېښه افسوناکه او شرمناکه ګرځولې دې او وئيلي چې ده نه پس د دين او حضور صلي الله عليه واله وسلم په نوم ظلم کونکي به پريښودي نشي، وائي چې ترسو چې زه ژوندې وم سانحه سيالکوټ په رنګ پيښواجازت به هيچا ته ورنکړم، رحمت اللعالمين صلي الله عليه واله وسلم هميشه بني نوع انسان لپاره دامن او بهائي چارے درس ورکړې دي، وزيراعظم داهم وئيلي چې دملک عدنان بهادرې او جرات باندې مونږ له فخر دې

وزيراعظم هاوس کښې سيالکوټ کښې وژلي شوي دسري لکن وګړي په يادکښې او دپريانتهاکمارا کورانۍ، سري لنکن حکومت او اولس سره يکجهتې لپاره يوتقريب شوې دې،تقريب کښې دسري لنکن هائي کمشنر او وفاقي وزرا هم موجود وو، تقريب ته وينا په وخت وزيراعظم عمران وئيل چي ټول پاکستان فيصله کړې چې سيالکوټ پيښې په رنګ واقعاتو اجازت به ورنکړې شي، سيالکوټ پيښې نه پس ملک عدنان کتلو سره مونږ خوشحاله شوي وو، سانحه سيالکوټ کښې ملوث کسانو خلاف به سخته قانوني کاروائي کولې شي، وزيراعظم اعلان کړې چې څوک چې هم ددين نوم استعمالوي، هغه به نه پريږدو، دمدينے رياست کښې رحم او انصاف وو، داسې يوې معاشرے کښې هم نه وي چې الزام په خپله ولګوي او سزا هم په خپله ورکړي، وزيراعظم زياته کړه چې ججان او وکلا داسې کيسونو سماعت نه کوي، نو دهغه دفاع به څوک کوي، داے پي ايس پيښې نه پس ټول قام ترهګرې خلاف غصه وو، دغه پيښې نه پس پاکستان دترهګرې خلاف جنګ ګټلې دې، عمران خان مخکښې اووئيل چې ټول قام عاشق رسول صلي الله عليه واله وسلم دې مونږ له حضور صلي الله عليه واله وسلم سيرت باندې عمل کول وي، که چې مونږ سيرت نبي صلي الله عليه واله وسلم باندې عمل اوکړو نو هيڅوک به داسې حرکتونه اونکړي، دسيالکوټ بزنس کميونټي پريانتهارکمارا کورانې لپاره يولاک ډالر جمع کړي او دهغه کورانې ته هميشه تنخوا ميلاويږي، وزيراعظم ملک عدنان ته دسري لنکن وګړي ژوند بچاولو کوشش باندې خراج تحسين هم پيش کړې