وزيراعظم عمران خان شنګهائى تعاون تنظيم سربراهى غونډې ته خطاب کړې

 

وزيراعظم عمران خان شنګهائي تعاون تنظيم سربراهي غونډې ته خطاب کړې دې،وئيلي دي چي خطه کښې ورپيښ چيلنجونو مقابلې لپاره په شريکه د کار ضرورت دې،بائد چې عالمې رورولې افغانستان سره ودريږي

د تاجکستان پلازمينه دوشنبې کښې د شنهګائې تعاون تنظيم شلمې سربراهې غونډې ته وزيراعظم عمران خان او د نورو غړې ملکونو سربراهانو او استازو خطاب کړې دې،عمران خان خپل خطاب کښې د اجلاس په کوربتوت د تاجک صدر شکريه ادا کړې ده،وئيلي دي چي دا تنظيم د تجارت،سرمايه کارۍ او رابطې مضبوطولو لپاره اهم پليټ فارم دې،خطه کښي د چيلنجونو مقابلې لپاره بائد چي مونږ په شريکه کار اوکړو عمران خان وينا وه چي ټوله خطه باندې ماحولياتې بدلون بد اثرات پريوتې دي،پاکستان د ماحولياتې بدلون مقابلې لپاره شجرکارۍ مهم شروع کړې دې کوم چې ټولۍ نړۍ ستائيلې دې وزيراعظم عمران خان د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان د قربانو ذکر هم کړې دې،وئيلي دي چي دې جنګ کښې پاکستان اتيا زره شهادتونه ورکړې دي،زمونږ معيشت ته هم لوئے زيان رسيدلې دې عمران خان افغانستان متعلق اووئيل چي بائد نړۍ د افغانستان حقيقت تسليم کړې،افغانستان پخپل حال نشې پريښودې کيدې،عالمي رورولۍ له به افغانستان سره ودريدل وي،که چرې افغانستان يواځې پريښودو شو نو مختلف بحرانانو به پيدا شي وزيراعظم يو ځل بيا خپل موقف تکرار کړې دې،وئيلي چي پاکستان افغانستان کښې د امن خواهشمند دې،پاکستان د افغانستان د خپلواکې احترام کوي،بائد چي افغان اولس خپلې فيصلې پخپله اوکړې وزيراعظم عمران خان خپل خطاب کښې کشمير او فلسطين مسئلې حل کولو باندې هم زور راوړې دې