وزيراعظم عمران خان صبا د کراچۍ دوره کوى

وزيراعظم عمران خان به نن په يوې ورځنې دورے کراچې ته ځې

وزير اعظم عمران خان به صبا کراچي کښي مصروفه ورځ تيروي،شوکت خانم فنډ ريزنګ،افطار ډنر او سياسي ملاقاتونه د وزير اعظم په شيډول کښي شامل دي
وزير اعظم عمران خان به صبا په يو ورځنۍ دوره کراچۍ ته ځي ،د ذرائع مطابق وزير اعظم به د کراچۍ ترقياتي منصوبو په اړه د اجلاس صدارت کوي او ګورنر سنده عمران اسماعيل او د اسمبلۍ غړو سره به هم ملاقاتونه کوي
شوکت خانم هسپتال د پاره فنډ ريزنګ افطار ډنر کښي به هم وزير اعظم شرکت کوي،ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي وزير اعظم عمران خان ټويټر پيغام کښي د کراچۍ خلقو ته اپيل کړے وو چي د کراچۍ شوکت خانم هسپتال د پاره په اخلاص سره عطيات او چندي ورکړي