وزيراعظم عمران خان صبا له د ايران دوه ورځنې دوره کوي

يو قام د آزادې جدوجهد لپاره متحد شي نو يو طاقت هم شکست نشي ورکولي،عمران خان

وزيراعظم عمران خان صبا له د ايران دوه ورځنې دوره کوي،خان صيب به د ايران سپريم ليډر سيدعلي خامنائي او صدر حسن روحاني سره ملاقاتونه کوي او ورسره به دوه اړخيزه تعلقات او سيمې په صورتحال خبرې کوي
سرکاري خبري ادارو ترمخه وزيراعظم عمران خان له د ايران دورې بلنه صدر حسن روحاني ورکړېده
د وزيراعظم منصب سنبهالولو وروستو د عمران خان د ايران دا وړومبې سرکاري دوره ده
د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د ايران سپريم ليډر سيدعلي خامنائي او د ايران صدر حسن روحاني سره ملاقاتونه کوي
دغه رنګ عمران خان سره به د ايران او پاکستان بزنس کميونټې وفد هم ليده کاته کوې
د وزيراعظم د ايران دورې مقصد دواړو ملکونو ترمينځه اړيکو پراختيا او مختلف شعبو کښې همکارۍ سيوا کول دي
د ايران دولتي چارواکو او خان صيب ترمينځه کيدونکي ملاقاتونو کښې به پاک ايران پولې صورتحال پشمول د افغانستان او سيمې سيکيورټۍ په معاملو د خيالاتو بدلون کيږي