وزيراعظم عمران خان صوبو ته ګرانې خلاف ايکشن اخيستو امر کړېدې

وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کښې کورونا وائرس صورتحال باندې جائزه اجلاس شوې

وزيراعظم عمران خان د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو کميدو فائده اولس ته نه ميلاويدو باندې نوټس اخيستې او وزرائے اعلیٰ او چيف سيکريټريز ته ئې ګرانۍ خلاف ايکشن اخيستو او دخوراکي څيزونو قيمتونه اوګاډو کرايانې کميدو معامله مانيټر کولو هدايت کړېدې
وزيراعظم آفس نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې وزيراعظم عمران خان صوبو ته ګرانې خلاف ايکشن اخيستو امر کړېدې
وزيراعظم وئيلي چې پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې ډير حده پورې کمې شوې ولې اولس د دې فائدو نه اوس هم محرومه دي بائد چې د دې ثمرات اولس ته فوري اورسولې شي
اعلاميې مطابق وزيراعظم نيشنل پرائس مانيټرنګ کميټې ته هفته وار بنيادونو باندې دخواراکي څيزونو کميدو رپورټ پيش کولو هدايت هم کړېدې
اعلاميې کښې دا هم وئيلي شوي چې وزيراعظم دې حوالې سره وزرائے اعلیٰ او چيف سيکريټريز ته مراسله هم ليږلې ،مراسله کښې وئيلي شوي چې د غنمو لَوونه شوې نو بيا د غنمو قيمتونه سيوا کيدو هيڅ جواز نيشته
مراسله کښې وزرائے اعلیٰ او چيف سيکريټريز ته هدايت شوې چې د خوراکي څيزونو قيمتونه دې مانيټر کړې شي او دې لړ کښې دې نيشنل پرائس مانيټرنګ کميټې سره په شريکه ګرانې کښې فوري کمې راوستې شي

blank