وزيراعظم عمران خان ملک کښې د کرکټ نوي ډهانچے منظوري ورکړيده

وزيراعظم عمران خان ملک کښې د کرکټ نوي ډهانچے منظوري ورکړيده ، دې نه علاوه خان صيب د پي سي بي لخوا نظرثاني شده سسټم هم منظور کړيدے
د وزيراعظم هاؤس لخوا جاري کړې شوي نوټي فيکيشن مطابق وزيراعظم عمران خان بطور پيټرن ان چيف پاکستان کرکټ کښې د نوي ډهانچے منظور ورکړيده او ټول ډيپارټمنټس ته ئې هدايات جاري کړې چې پاکستان کرکټ بورډ سره دې هر قسمه ممکن تعاون کوي
نوټي فکيشن کښې دا هم وئيلې شوي چې کوم يؤلس ډپارټمنټس ته هدايات جاري شوي په هغې کښې واپډا،ايس اين جي پي ايل،اسټيټ بينک ،نيشنل بينک،کے آر ايل،پي ټي وي ،زيډ ټي بي ايل،پي آئي اے ،ريلوے او سول ايوي ايش شامل دي
دغه نوي کرکټ ډهانچے کښې پنځلس ايسوسي ايشنز په شپږ ټيمونو کښې بدل شوي او د نوي سيټ اپ مطابق پنجاب سينټرل ،پنجاب ساؤته،سنده،خيبرپښتونخوا،بلوچستان او د ناردرن ريجنز ټيمونه شامل دي