وزيراعظم عمران خان موټروے قيام وطعام ځايونو کښې زيات قيمتونو شکاياتو باندي نوټس اخستې

وزيراعظم عمران خان موټروے قيام وطعام ځايونو کښې زيات قيمتونو شکاياتو باندي نوټس اخستې

موټروے ريسټ ايريازکښې زيات قيمتونو معامله، وزيراعظم عمران خان د شکاياتو نوټس اخستې،متعلقه محکمو ته ئې په ټک شاپس د چهاپو وهلو احکامات جارې کړې او رپورټ ئې طلب کړې دے.ګنړ شمير خلکو په سيټزن پورټل شکايات درج کړې وو چې موټروے ريسټ ايرياز کښې ټک شاپس او ريسټورنټس عوام نه زيات قيمتونه وصولوې.وزيراعظم هاوس نه جارې شوې اعلاميے مطابق وزيراعظم عمران خان د عوامې شکاياتو نوټس اخستې دے،وزارت مواصلات،اين ايچ اے او آئې جې موټروے ته ئې هدايت جارې کړې چې ريسټ ايرياز کښې ټک شاپس کښې زياتو قيمتونو باندې دے سخته کارروائې اوکړې شې.عمران خان متعلقه محکمو ته هدايت کړې چې چهاپه مارټيمونه دے په موټروے ريسټ ايرياز باندې چهاپې اووهې او قيمتونه دے چيک کړې،که ضرورت پيښ شې نو دے سلسله کښې دې ضلعې انتظاميے نه هم مدد واخستې شې.وزيراعظم هاوس مطابق وزيراعظم عمران خان ته به يويشت ورځو کښې قيمتونو او کارروايانو متعلق ابتدائې رپورټ وړاندے کولې شې