وزيراعظم عمران خان نوموړے کارخانه دار نسيم الرحمان سره ملاقات کړې

د وزيراعظم عمران خان په مشرې کښې د جنوبي پنجاب حوالې سره غونډه شوي

وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلئ سابقه غړي او پخواني ملګري نوموړے کارخانه دار نسيم الرحمان سره ملاقات کړې چې پکښې نسيم الرحمان وزيراعظم ته د مردان د دورې دعوت هم ورکړې، دا ملاقات ځينو زرائعو د عاطف خان او شهرام خان لپاره خطرناک ګرځولے
د مردان سره تعلق لرونکې معروف کارخانه دار نسيم الرحمان د وزيراعظم عمران خان سره په اسلام آباد کښې ملاقات کړې او ورسره ئې په مختلفو لارو چارو ژور بحث کړے
په مردان کښې د روان ترقياتي کارونو په حقله وزيراعظم خبر کړے شويدے او د دوانړو ترمينځه په معاشي صورتحال د خيالاتو بدلون شوے،
بلخوا ځينو ذرائعو دا ملاقات د عاطف خان او شهرام خان لپاره په داسې معنو کښې خطرناک ګرځولے چې دا هلے ځلے د دوانړو ممبرانو د متبادل لټولو لپاره تندي کړے شويدي او قوي امکان دے چې دوانړه منتخب ممبران د پارټۍ نه بے دخل کړے شي
وزيراعظم عمران خان مردان کښې په روان ترقياتي کارونو پخپله د نظر ساتلو لپاره وزيراعلي محمود خان ته خصوصي هدايات هم جاري کړي