وزيراعظم عمران خان وئيلى دى چې د افغانستان مسئله صرف د سياسى مفاهمت د لارې حل کيدې شى

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د افغانستان مسئله صرف د سياسي مفاهمت د لارې حل کيدې شي امريکه هم د پوځي کارروائيو د لارې دا مسئله حل کولو کښې ناکامه شويده چې لوجې ئې په افغانستان کښې د خانه جنګۍ خطرو بيا سر پورته کړېدي،وزيراعظم واضحه کړيده چې پاکستان نه خو افغانستان ته جهاديان ليږي او نه ئې طالبانو له پناه ورکړيده که چرې افغان حکومت سره څه ثبوت وي نووړاندې دې کړي

امريکني ټي وي سره مرکه کښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې امريکه کښې د ترهه ګرۍ حملو سره د پاکستان هيڅ تعلق نه وو او نه په نائن اليون واقعاتو کښې څوک پاکستاني ملوث وو ولې بيا هم مشرف حکومت د امريکې جنګ برخه جوړيدو فيصله کړي وه چې لوجې دې د اويا زرو نه سيوا پاکستانيان شهيدان شول او پاکستاني معيشت ته د يونيم سل ارب ډالرو زيان اورسيدو د هغه وينا وه چې پاکستان نور د پردو جنګونو برخه جوړيدو توان نه لري،اوس د حکومت ټوله توجو د معيشت بحالۍ په طرف ده د يوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې افغانستان کښې د ناکامۍ ذمه وار پاکستان ګڼل نه دي پکار،افغان مسئلې په حواله د پاکستان موقف واضحه دے مونږ هميشه د دې کشالې سياسي حل راويستو باندې زور راوړېدے او امريکه او طالبان ئې مذاکراتي ميز باندې کېنښنولو کښې خپل کردار ادا کړېدے وزيراعظم زياته کړه چې افغان حکومت له پکار وو چې طالبانو له ئې هم دسياسي عمل برخه جوړيدو موقع ورکړي وې او صدارتي اليکشن کښې به ئې تاخير کړي وو