وزيراعظم عمران خان وئيلى دى چې نړۍ د پاکستان سمارټ لاک ډاون پاليسۍ ستائنه کړېده

وزيراعظم عمران خان وئيلي چې نړۍ د پاکستان سمارټ لاک ډاوڼ پاليسۍ ستائينه کړي ، وائي چې د وفاقي حکومت سمارت لاک ډاؤن باندې سختې نيوکې او ملنډې شوې وې خو اوس ټوله نړۍ کښې د کورونا مخنيوي لپاره د سمارت لاک ډاؤن لاره خپله کړې شوې

وزيراعظم دوره لاهور پر مهال شيخوپوره کښې د پاکستان وړومبي سمارټ ځنګل پرانسته اوکړه کوم چي جديد طريقه جوړ کړې شوې دستورې ته وينا کښې وزيراعظم اوئيل چې ځنګلاتو خاتمې سره په ماحول ډير اغيزمن شوې ، نه صرف جنګله ځناور کم شول بلکه موسمياتي بدلون سره ګليشئيرز هم تيزۍ سره ختميږي وزيراعظم مخکښې اوئيل چې د لاهور آبادي بے کنټروله سېوا شوې چې ورسره د د ګنده اوبو نکاسۍ باندې هم ډير لويې اغيز پرويوتې وزيراعظم دعوا اوکړه چې د تحريک انصاف حکومت به راتلونکي درې کالو کښې يو ارب اونې بوټي نالوي چې ورسره به په ماحول مثبت اثر پريوځي او راتلونکي نسل ته به هم ګټه اورسي د کورونا حوالې سره وزيراعظم زياته کړۀ چې نړۍ د پاکستان سمارټ لاک ډاوڼ پاليسۍ ستائينه کړي او دا چې د وفاقي حکومت سمارت لاک ډاؤن باندې سختې نيوکې او ملنډې شوې وې خو اوس ټوله نړۍ کښې د کورونا مخنيوي لپاره د سمارت لاک ډاؤن لاره خپله کړې شو وزيراعظم د اوبو ذخيرو په اړه اوئيل چي ملک کښې لس ډيمونه جوړولو منصوبه لرو ، راوي درياب باندي درې بيراجونه جوړولو منصوبه ده چي ورسره به لاهور کښې د اوبو کموښت ختم شي ،وزيراعظم زياته کړه چي راوي اربن دويلپمنټ منصوبه ګيم چينجر منصوبه ده