وزيراعظم عمران خان وئيلى چې د افغانستان امن د پاکستان امن سره تړلې شوې

وزيراعظم عمران خان  وئيلى چې  د افغانستان  امن  د پاکستان امن  سره تړلې  شوې دې  او د حکومت کوشش دې  چې دغه هيواد کښې  انسانى بحران پيدا نشى

د پاکستان تحريک انصاف پارليمانى پارټۍ غونډې  ته  د وينا په وخت وزيراعظم عمران خان  وئيلى  چې د حکومت   وړومبې ترجيح افغانستان کښې امن او فعاله  حکومت  قيام دې  چې  څه قسمه انسانى بحران پيدا نه شى

غونډې دوران  وزيراعظم عمران خان  پارليمانى پارټۍ مشران اعتماد کښې اخستې  او  د ډى جى آئى ايس آئى تعيناتۍ په اړه  ئې سپناوے کړې

وزيراعظم وئيلى  چې د ډى جى ائى ايس ائى تعيناتى مخصوص  طريقه کار  لرى  او په دې اړه  د پوځ  او حکومت ترمينځۀ  هيڅ قسمه  شخړه نشته  ځکه چې  عسکرى قيادت سره  ئې مثالى تعلقات دى

غونډه کښې د ضمنى ټاکنو لپاره  د پوره تيارۍ  هدايات هم شوى دى

د وزيراعظم عمران خان  مشرې کښې  شوې  د پاکستان تحريک انصاف  پارليمانى پارټۍ غونډه کښې  وفاقى وزيرانو او د پارټۍ مهمو غړو ګډون کړې