وزيراعظم عمران خان وئيلى چې پرامن او مستحکم افغانستان د سيمې امن لپاره ډير ضرورى دے

وزيراعظم عمران خان وئيلى چې پرامن او مستحکم افغانستان د سيمې امن لپاره ډير ضرورى دے، غواړو چې د افغان مسئلې دې سياسي حل راويستلي شي،تاشقند کښې د پاکستان او ازبکستان بزنس فورم ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان وينا وه چې ټرانس افغان ريلوے دازبکستان او پاکستان لپاره ډيره مهمه منصوبه ده

وزيراعظم عمران خان اووئيل چې دغه منصوبه به ازبکستان دوه ويشت کروړه پاکستانيانو اوپاکستاني بندرګاه په زريعه به افريقې او مشرق وسطې منسلک شي، هم دغه رنګ پاکستان به ازبکستان او وسطي ايشياسره ميلاو شي، وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې د پاکستان او ازبکستان ترمينځه تاريخي او ثقافتي تعلقات قائم دي بايد چې دواړه ملکونه خپل تجارتي تعلقات نور هم مضبوط کړي وزيراعظم زياته کړه چې ديورپين يونين قيام سره هلته دخلقو معيار زندګي کښې بهتري راغلې، کله چې ګاونډي ملکونو ترمينځه تجارت سيواکيږي نو دخلقو معيارزندګي هم ښه کيږي، وزيراعظم اميد څرګند کړې چې دغه دورے سره به دواړه ملکونو ترمينځه تجارت ته فروغ ميلاوشي، وائي چې ازبکستان لپاره پروازنو تعداد کښې به اضافه کولې شي