وزيراعظم عمران خان وئيلى کوشش کوؤ چې دوه زره ديرشم پورې شپيته فيصده کلين انرجى ته منتقل شو

وزيراعظم عمران خان وئيلى کوشش کوؤ چې دوه زره ديرشم پورې شپيته فيصده کلين انرجى ته منتقل شو، وزيراعظم د اقوام متحده کلائمنټ چينج غونډې شرکا ته د لس بلين ټري سونامي منصوبے په اړه اقدامات هم بيان کړل، دغه غير رسمي غونډې کښې پينځويشت مملکت او حکومتونو ته بلنه ورکړې شوې وه

د برطانوي وزيراعظم او يو اين سيکريټري جنرل په مشترکه توګه رابللي کلائمنټ چينج غونډې کښې وزيراعظم عمران خان د ويډيو لنک د لارې شرکت وکړو اعلاميه مطابق وزيراعظم عمران خان د غونډې شرکا د لس بلين ټري سونامي منصوبے پشمول نورو اقداماتو نه خبر کړو وزيراعظم اوئيل چې د موسمياتي تبديلي اثرات مخنيوې د حکومت اولين ترجيح دې، کوشش کوؤ چې دوه زره ديرشم پورې شپيته فيصده کلين انرجي ته منتقل شو، پاکستان شپږويشت سوه ميګاواټ کول پراجيکټس د هائيډرو پاور پراجيکټس کښې بدل کړېدې، ترقي يافته ملکونه دے د موحولياتي تبديلې په اړه ترقي پذير ملکونو مرسته اوکړي وزيراعظم عمران خان دا هم اوئيل چې د پيرس لوظنامې کښې شوې په وعدو دے عمل درآمد اوکړې شي، موحولياتي تبديلې مخنيوې لپاره به پاکستان مثبت کردار ادا کوي اعلاميه کښې زياتوي چې غونډې کښې د نومبر کښې ګلاسکو کښې کيدونکې موسمياتي کانفرنس تيارو جاج هم واخيستې شو