وزيراعظم عمران خان وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار باندي اعتماد څرګند کړے

وزيراعظم عمران خان وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار باندي اعتماد څرګند کړے

د وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار دبدلون افواه ګانو سر اوخوړو ، وزيراعظم عمران خان وزيراعلي پنجاب باندي اعتماد څرګندکړے او بزدار ته ئې د اولس فلاح لپاره کار جاري ساتلو هدايات کړي،د دورے پر محال وزيراعظم دقامي و صوبائي اسمبلۍ ممبرانو، ګورنر
پنجاب او صوبائي وزير صحت سره هم ملاقاتونه کړي
وزيراعظم عمران خان د لاهور دوره کړي چرته چي ايوان وزيراعلي کښې وزيراعلي پنجاب عثمان بزدار د وزيراعطم هر کلے وکړو ، وزيراعظم ړومبے د وزيراعلي پنجاب سره ون آن ون ملاقات وکړو چي پکښې د صوبے انتظامي ، و سياسي معاملاتو باندي خبرے اترو سره وزيراعلي کورونا وبا نه پس د صوبے معاشي او ترقياتي منصوبو سره صحت په شعبه کښي پورته کړلي شوي ګامونو په اړه بريفنګ وزيراعظم ته ورکړو
وزيراعلي پنجاب وزيراعظم ته صوبه کښې غنم او اوړو صورتحال ، کورونا مخنيوي او بلوچستان کښې دپنجاب حکومت له لورې د منصوبو په اړه تفصيلات شريک کړل ، وزيراعظم عمران خان د وزيراعلي پنجاب کارکردګي ستائني سره هغه باندي خپل اعتماد څرګند کړو او هغه ته ئې د اولس فلاح لپاره دکار جاري ساتلو هدايات ورکړل
وزيراعلي سره ملاقات نه پس وزيراعظم اراکين قامي و صوبائي اسمبلي سره ليدل کتل وکړل چي پکښې د اسمبلي غړو خپلو حلقو مسائل وزيراعظم ته وړاندي کړل ، وزيراعظم چيف سيکرټري پنجاب او آئي جي پنجاب ته د ميرټ په بنياد اسمبلي غړو مسائل حل کولو هدايات جاري کړل
وزيراعظم سره صوبائي وزير صحت ډاکټر ياسمين راشد هم ملاقات وکړو چي پکښې صوبه پنجاب کښې کورونا وبا موجوده صورتحال او مخنيوي په اړه پورته کړلي شوي اقدامات نه علاوه سمارټ لاک ډاون نتائج په اړه بريفنګ ورکړو ، صوبائي وزير صحت محکمه صحت کښې شوي نوي اصلاحات او دويلپمنټ پراجيکټ په اړه تفصيلات هم وزيراعظم سره شريک کړل