وزيراعظم عمران خان په اووه ورځنې دوره د سعودي عرب نه امريکې ته روان شوے

وزيراعظم عمران خان په اووه ورځنې دوره د سعودي عرب نه امريکې ته روان شوے

وزيراعظم عمران خان په اووه ورځنې دوره د سعودي عرب نه امريکې ته روان شويدے،خان صيب به د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ سالانه غونډه کښې ګډون کولو نه علاوه صدر ډونلډ ټرمپ او د مختلف ملکونو د مشرانو سره ملاقاتونه کوي
وزيراعظم عمران خان د مدينې منورې هوائي اډے نه د امريکې په دوره روان شويدے او هغه به د پاکستاني وخت مطابق ماښام نيويارک ته رسي
وزيراعظم سره د امريکې په دوره تلونکي وفد کښې خارجه وزير شاه محمود قريشي،مشير خزانه عبدالحفيظ شيخ او د وزيراعظم خصوصي معاون زلفي بخاري شامل دي
د وزيراعظم عمران خان د امريکې دوره په اووه ورځو مشتمل ده چې پکښې به هغه جنرل اسمبلۍ اجلاس ته خطاب کوي
دغه رنګ خان صيب به د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ او د مختلف ملکونو د مشرانو سره هم ملاقاتونه کوي او ورسره به دوه اړخيزه تعلقات او مختلف شعبو کښې همکارۍ پراخه کولو په معاملو خبرې کوي