وزيراعظم عمران خان په سرکاري دورے امريکې ته روان شويدے

وزيراعظم عمران خان د چين سابق وزير اعظم لي پنګ انتقال باندي افسوس اظهار کړي

وزيراعظم عمران خان په پينځه ورځنې سرکاري دورے امريکې ته روان شويدے، وزيراعظم عمران خان سره وفد کښې آرمي چيف ، ډي جې، آئي ايس آئي ،او، ډي جي، آئي ايس پي آر هم شامل دي، وزيراعظم به امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سره ون آن ون ملاقات کوې، وائټ هاؤس کښې به امريکې صدر پخپله د عمران خان هرکلے کوې، ملاقات روستو به دواړه مشران ميډيا سره خبري هم کوي
وزيراعظم عمران خان د امريکې په سرکارې دورے روان شويدے، چرته چې به هغه په دويشتم جولائي د امريکې صدر سره ون آن ون ملاقات کوي، امريکې صدر ډونلډ ټرمپ به وائټ هاؤس کښې پخپله د عمران خان هرکلے کوي
دواړو مشرانو ترمينځه به د امن و امان او افغانستان په صورت حال تبادله خيال کولې شې، د وزيراعظم په درانوي کښې به وائټ هاوس کښې ظهرانه هم ورکولې شي، وزيراعظم عمران خان سره وفد کښې آرمي چيف ، ډي جي آئي ايس آئي او ډي جي آئي ايس پي آر هم شامل دي
خارجه وزير زياتوې چې د امريکې صدر او وزيراعظم ترمينځه به دوه ملاقاتونه کيږې، اول ملاقات به اوول آفس کښې او دوئم به کيبنټ روم کښې کيږي