وزيراعظم عمران خان په مشري کښي د آئيل اينډ ګيس متعلق مهمه غونډه ترسره شوي

0
11
حکومت د قبائلي علاقو ترقۍ لپاره پر عزم دې: وزير اعظم

وزيراعظم عمران خان په مشري کښي د آئيل اينډ ګيس متعلق مهمه غونډه ترسره شوي، غونډه کښي په ملک کښي تيل او ګيس ذخائر او موجوده قوانين او انتظامي اصلاحاتي امورو باندي تفصيلي غور کړي شوي او فيصله کړي شويده چي ملک کښي تيل او ګيس پيداوار زياتولو لپاره به نور کوټلي ګامونه پورته کولي شي
وزيراعظم عمران خان په مشري کښي ترسره شوي غونډه کښي، وزير خزانه اسد عمر، وزير پيټروليم غلام سرور خان، معاون خصوصي افتخار دراني، سيکټري پيټروليم سره نور اعلي چارواکو ګډون کړي وو
غونډه کښي وزيراعظم ته ملک کښي موجوده تيل او ګيس ذخائر او غير ملکي کمپينانو متعلق تفصيلي بريفنګ ورکړي شوي
په دي موقع وزيراعظم عمران خان هدايات جاري کړي چي تيل او ګيس ذخائر او ډيولپمنټ لړ کښي کمپنيانو ته منظور عمل کښي غير ضروري پابندياني به ختم کړي شي او پاکستان کښي غير ملکي کمپنيانو لپار هر قسمه سيکيورټي دي يقيني کړي شي او په ملک کښي نور تيل او ګيس ذخائر معلومولو او پيداوار لړ کښي دي کوټلي ګامونه پورته کړي شي
په دي موقع وزيراعظم عمران خان اووئيل چي قدرت په پاکستان ډير زيات رحم کړي،که چري په دي لړ کښې صحيح کوششونه شوي وو نو نن به ملک بهر نه په ګرانه بيعه تيل او ګيس نه درامد کول او ملک کښي به مهنګائي هم نه وه