وزيراعظم عمران خان په مشري کښي قبائلي ضلعو په حواله غونډه ترسره شوي

0
30
وزيراعظم عمران خان سره د چين پيپلزلبريشن آرمى کمانډر ملاقات کړي

وزيراعظم عمران خان په مشري کښي قبائلي ضلعو په حواله غونډه ترسره شوي چي پکښي خيبرپښتونخوا کښي ضم شوي قبائلي علاقو کښي تعمير او ترقي باندي پيش رفت جائزه اخيستلي شوي
قبائلي ضلعو په حوالي سره اجلاس کښي وزيراعظم عمران خان ته خيبرپښتونخوا کښي ضم شوي قبائلي ضلعو کښي سالانه ترقياتي پروګرام او ائنده لس کالو کښي ترقياتي منصوبو سره روان کال کښي جاري کارونو او فنډ په حواله تفصيلي بريفنګ ورکړي شوي چي پکښي وئيلي شوي چي روان کال کښي يو زر يو سل شپږ اتيا منصوبي شروع دي چي پکښي اووه سوه شپږويشت جاري او څلور سوه شپيته نوي منصوبي به شروع کولي شي
په دغه منصوبو کښي تعليم، صحت، مواصلات، بجلي، زراعت، انفراسټريکچر او ډيولپمنټ منصوبي شاملي دي
په دي موقع وزيراعظم عمران خان اجلاس ته وينا په وخت اووئيل چي قبائلي ضلعو خلقو ملک لپاره ډيري زياتي قربانياني ورکړي او ډير تکليفونه ئي برداشت کړيدي، قبائلي ضلعو کښي ترقياتي کارونه کول د حکومت اولين ترجيحاتو کښې شامل دي او هدايات ئي جاري کړي چي قبائلي ضلعو کښي صحت انصاف کارډ عمل باندي دي تيزي اوکړي شي او قبائلي علاقو کښي دي د روژي مياشت کښي د بجلي فراهمي يقيني کړي شي
په اجلاس کښي وزير خزانه، وزير منصوبه بندي، ګورنر خيبرپښتونخوا شاه فرمان، وزيراعلي خيبرپښتونخوا، وزيراعظم مشير ارباب شهزاد او د متعلقه وزارتونو محکمو وفاقي او صوبائي چارواکو ګډون کړي وو