وزيراعظم عمران خان په مشري کښي وفاقي کابيني غونډه شوي

وزيراعظم عمران خان په مشري کښي وفاقي کابيني غونډه ترسره شوي،غونډه کښي ملکي، معاشي صورتحال سره دوويشت نکاتي ايجنډه باندي غور کړي شويدي، وزيراعظم عمران خان د ايران دوري په حواله کابينه په اعتماد کښي اخيستي ده
وزيراعظم عمران خان په مشري کښي ترسره شوي وفاقي کابيني غونډي په حواله معاون خصوصي برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان ميډيا ته بريفنګ ورکړيدي
فردوس عاشق اعوان اووئيل چي وفاقي کابيني کښي دوويشت نکاتي ايجنډه باندي غور شويدي، وزيراعظم عمران خان نوي وزيرانو ته مبارکباد ورکړي او د ايران دوري په حواله ئي کابينه په اعتماد کښې اخيستي ده
غونډي ته خبرو په موقع فردوس عاشق اعوان اووئيل چي کابيني کښي مشير توانائي سابقه حکومت ايل اين جي سيکټر کښي کړي معاهدو په حواله بريفنګ ورکړي او فيصله شويده چي دغه معاهدي به کهولاولي شي او اقتصادي رابطه کميټي ته به ليږلي شي چي په دغه کښي قوم سره ايل اين جي معاهدو کښي څومره فراډ شويدي
فردوس عاشق اعوان اووئيل چي معاون خصوصي برائے صحت کابيني ته د موجوده دوايانو قيمتونو کښې اضافي باندي بريفنګ ورکړي او کابيني فيصله کړيده چي کومو کمپنيانو دوايانو کښي اضافه کړي وه هغوي نه به واپس اخيستي شي او دغه پيسي به بيت المال کښي جمع کولي شي او دغه پيسي به غريب مريضانو باندي خرچ کيږي
کابيني غونډي ته مشير تجارت هم بريفنګ ورکړي، د لوکل انډسټري تحفظات لري کولو باندي غور شويدي
فردوس عاشق اعوان اووئيل چي وزيراعظم چين دوري باندي هم تفصيلي غور شويدي او وزيراعظم چين دوري په موقع به فري تجارت معاهده باندي لاس ليک کوي او نوي تجارتي لوظنامه به د پاکستان مفاداتو مطابق کولي شي