وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شويدے

0
30

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شويدے ، اجلاس کښې ملکي ، سياسي او معاشي صورتحال سره ديرش پوائنټ ايجنډه باندې غور شويدے او په غونډه کښې نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرۍ پيښه کښې شهيد شوي تنانو لپاره ئې فاتحه خواني کړيده
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې شوي غونډه کښې اسلام آباد ماسټر پلان باندې نظر ثاني ، کميشن کښې بدلون معاملې باندې غور شويدے
ذرائع وائي چې ايف بي آر کښې اصلاحات او مجوزه پلان منظورۍ باندې غور شويدے ،قومي زرعي ايمرجنسي پروګرام او پيشرفت باندې هم غور شويدے
غونډه کښې نجي ائير لائنز ، چارټرز لائنسنسز منظوري ورکړې شويده
وفاقي کابينې پبلک سيکټر انټرپرائزز کښې د سربراهانو تقررۍ باندې غور شويدے
وفاقي کابينې دوزارتونو او سينئير حکامو انټرټينمنټ اينډ ګفټ بجټ خمتولو منظوري ورکړيده
ذرائع وئيلي دي چې وفاقي کابينې د نيشنل انفارميشن ټيکنالوجي بورډ تشکيل نو منظورۍ سره بين الاصوبائي رابطه او اطلاعات وزارتونو کښې يوتهه ډويلپمنټ معاهدے منظوري ورکړيده
وفاقي کابينې کلين اينډ ګرين پاکستان مطابق مواصلات ، سټريټجي جوړولو منظوري هم ورکړيده کښې نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرۍ پيښه کښې شهيد شوي تنانو لپاره ئې فاتحه خواني کړيده