وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نن د وفاقي کابيني اجلاس کيږي

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نن د وفاقي کابيني اجلاس کيږي

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نن د وفاقي کابيني اجلاس کيږي، اجلاس کښې به په نهه نکاتي ايجنډا باندې غور کولے شي، اجلاس دوران به د مقبوضه کشمير په صورتحال او د اقوام متحده د سلامتي کونسل په اجلاس هم غور کولےشي،وزيراعظم به د کشمير متعلق عالمي مشرانو سره رابطو باندې کابينه په اعتماد کښې اخلي
وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې هفته وار اجلاس نن کيږي،اجلاس کښې به اراکين د اولسي مفادو متعلق تجاويز وړاندې کوي او کابينه به د نجکاري لپاره د کميټۍ د فيصلو توثيق کوي،
اجلاس کښې به د مقبوضه کشمير په صورتحال او د متحده قامونو سلامتي کونسل اجلاس متعلق هم غور کيږي،
وزيراعظم عمران خان به د کشمير په مسئله عالمي رهنماؤ سره رابطو باندې کابينه په اعتماد کښې اخلي,
وفاقي وزير مرادسعيد به د مواصلاتو وزرات د تېر يوکال کارګردګۍ باندې کابينې ته بريفنګ ورکوي،
په آرزانه بيعه د کورونو منصوبې لپاره د پينځه اربه قرضې منظوري هم د ايجنډې برخه ده،امکان دے چې کابينې اجلاس دوران د کورني تشدد پېښو مخ نيوي، تحفظ،کرسچن ميرج او طلاق بل کال دوه زره نورلس منظوري هم ورکړےشي،پاک ترک سټريټجک اقتصادي فريم ورک منظوري هم په ايجنډه کښې شامل ده