وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نيشنل ډيولپمنټ کونسل قائم کړې شوې

بهارت ايل او سي باندې د ډزبندې خلاف ورزې په بهانه حمله کولې شي: وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې نيشنل ډيولپمنټ کونسل قائم کړې شوې چې پکښې آرمي چيف ، مشير تجارت او څلور واړه وزرائے اعلي به د نيشنل ډيولپمنټ کونسل ممبران وي
نيشنل ډيولپمنټ کونسل نوټيفيکيشن په باقاعده توګه کابينه ډويژن نه جاري کړې شوې
د نوټيفيکشن مطابق ديارلس رکني نيشنل ډيويلپمنټ کونسل قيام منظوري وزيراعظم عمران خان ورکړي
دغه کونسل به علاقائي تعاون لپاره ګائيډلائنز ، قومي او علاقائي روابط لپاره پاليسيانې او حکمت عملي به جوړه وي
نوټيفيکيشن مطابق د وزيراعظم آفس ايډيشنل سيکرټري به نيشنل ډيولپمنټ کونسل سيکرټري وي او دغه کونسل کښې به وزيران ، وزيراعظم کشمير ، ګلګت بلتستان وزيراعلي هم اجلاس ته طلب کولې شي
نوټيفيکيشن کښې ديارلس رکني ټيم کښې آرمي چيف ، مشير تجارت او د څلور واړو صوبو وزرائے اعلي شامل دي