وزيراعظم عمران خان په مشرې کښې امن وامان په حواله غونډه شوې

وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښي امن وامان حوالې سره غونډه ترسره شوې ده،اجلاس په موقع سيالکوټ واقعې په اړه رپورټ هم وړاندې کړې شوې دې،وزيراعظم عمران خان وائي چي پيښه کښي ککړ کسان د هيڅ رعايت مستحق نه دي،ملزمانو ته به سخته سزا ورکولې شي

وزيراعظم عمران خان په صدارت کښي امن وامان په اړه اجلاس ترسره شوې دې چې په کښې وزيراعلې پنجاب سردار عثمان بزدار،داخله وزير شيخ رشيد او متعلقه اعلي چارواکو شرکت کړې دې،غونډه کښې ملک کښې امن وامان مجموعي صورتحال جائزه اخستې شوې ده،وزيراعظم عمران خان ته سيالکوټ واقعې،ملزمانو خلاف کارروائي او تحقيقاتو په اړه بريفنګ ورکړې شوې دې،د واقعې تحقيقاتي رپورټ هم غونډه کښي وړاندې کړې شوې دې وزيراعظم عمران خان متعلقه چارواکو ته بهترين انداز کښې د کيس پيروي کولو هدايت کړې دې،عمران خان وئيلي دي چي سيالکوټ پيښې زمونږ سرونه د شرم نه ښکته کړې دي،دې واقعه کښې ملوث کسان د هيڅ رعايت مستحق نه دي،ملزمانو ته دې سخته سزا ورکولو لپاره هر ممکن ګام پورته کړې شي