وزيراعظم عمران خان په مشرې کښې د وفاقى کابينې غونډه شوې

وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کښې وفاقي کابينې غونډه شوي چې پکښې لس نکاتي ايجنډې باندې غور شوې دے،کابينې اختر په موقع قيديانو په سزا کښې نوې ورځو کمې منظورې ورکړې،اجلاس کښې د ملک سياسې،معاشې او کورونا صورتحال باندې هم خبرې اترې شوې دې

وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کښې د کابينې اجلاس شوې،غونډے ته کورونا صورتحال او ويکسينشن په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړي شوي ،وزیراعظم عمران خان د روژې آخري عشره کښې اولس ته ريليف ورکولو او ګرانې کنټرول کولو لپاره اقدامات پورته کولو هدايت کړې دے ،کابينې کښې کورونا مخ نوي لپاره آختر سادګۍ سره منځلو او کورونا ايس او پې باندې عمل درآمد يقيني جوړه ولو باندې اتفاق شوي،وفاقي کابينې غونډه کښي کورونا ايس او پې باندې عمل درآمد يقيني جوړه ولو لپاره سول انتظاميه سره پاک فوج تعیناتې منظورى هم ورکړي شوي ،بلخوا په ايجنډه کښې شامل آختر خوشحالۍ په وجه قيديانو ته سزا کښې کمى سمري منظورى ورکړي شوي ،وفاقي کابينې کښې پاکستان ريلويز سره پبلک پرائيويټ اشتراک او اين اى ډى يونيورسټۍ سل کاله مکمل کيدو باندې اعزازي سکه جاري کولو منظورى ورکړي شوي ،وفاقي کابينې ريلوې کنسټرکش پاکستان لميټډ سى او، او هيوى انډسټرۍ ټيکسله کښې پروډکشن کنټرول ممبر تعيناتيانو منظورى ورکړي