وزيراعظم عمران خان د ګلګت بلتستان ترقياتى کميټۍ اجلاس کښې د دغه سيمې لپاره د درې سوه اوويا ارب روپې جاري کولو فيصله کړې،په دې حواله غونډې ته وېنا کښې وزيراعظم اوئيل چې دې ګام سره به د ګلګت بلتستان د پرمختګ عمل نور هم تند شي
وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کښې ګلګت بلتستان ترقياتي منصوبو په اړه غونډه شوې ، دې غونډۀ کښې وزيراعظم او نورو مشرانو ته د ګلګت بلتستان پنځه کلن تاريخي ترقياتي پيکچ باندې بريفنګ ورکړې شويدې په دې موقع وزير اعظم عمران خان ګلګت بلتستان له پنځه کالو لپاره پرمختګ لړ کښې د درې سوه اوويا ارب روپې ورکولوهدايت کړې او وئيلي ئې دي چې دغه سيمه کښې ترقياتي کارونه نور هم تند کړې شي ، وزير اعظم عمران خان دا امر هم کړې چې د ګلګت بلتستان انټرنيټ آسانتيا دې نوره ښه کړې شي او دا چې د سيلګرۍ دې سيمې ته به خاص پاملرنه کولې شي