وزيراعظم عمران خان په مفتى تقى عثمانى قاتلانه حملې مذمت کړے

0
25
وزيراعظم عمران خان سره د چين پيپلزلبريشن آرمى کمانډر ملاقات کړي

وزيراعظم عمران خان په مفتى تقى عثمانى قاتلانه حملې مذمت کړے، او وئيلى دى چې په مفتى عثمانى حمله سازش ښکارى او په هر صورت کښې به دا سازش اولس ته رابرسيره کوؤلې شى، بلخوا د سابق صدر آصف على زردارى او اپوزيشن ليډر شهباز شريف بشمول مختلف سياسى قائدينو هم نيپا چورنګى فائرنګ په سختو ټکو کښې غندنه کړے
وزيراعظم عمران خان په کراچۍ کښې شوي مفتي تقي عثماني باندې د قاتلانه حملې شديد الفاظ کښې مذمت کړيدے
وزيراعظم عمران خان وائي چې مفتي تقي عثماني د ملک او عالم اسلام سرمايه ده ، صوبائي حکومتونه دې د علمائے کرام حفاظت يقيني کړي
وزيراعظم عمران خان مخکښې وائي چې په مفتى عثمانى حمله سازش ښکارى او په هر صورت کښې به دا سازش اولس ته رابرسيره کوؤلې شى
بلخوا د پاکستان پيپلز پارټۍشريک چيئرمين آصف علي زرداري هم مفتي تقي عثماني باندې د مرګوني حملې غندنه کړي او وئيلي دي چې د کراچۍ امن څوک هم خرابولو کوشش کوي نو ورله دې سخته نه سخته سزا ورکړې شي
دغه رنګ د پاکستان مسلم ليګ ن صدر او قامي اسمبلۍ کښې د مخالفو ډلو مشر شهبازشريف هم ټويټ د لارې مفتي تقي عثماني باندې د قاتلانه حملې مذمت کړيدے
شهباز شريف خپل ټويټ کښي وائي چې مفتي تقي عثماني باندې مرګوني حمله لمحه فکريه ده او د الله شکر دے چې مفتي تقي عثماني په دغۀ حمله کښې بچ پاتې شويدے