وزيراعظم عمران خان په څلور ورځنۍ دوره چين ته تلې دے

0
7
وزيراعظم عمران خان په څلور ورځنۍ دوره چين ته تلې دے

وزيراعظم عمران خان په څلور ورځنۍ دوره چين ته تلې دے ،وزيراعظم به بيجنګ کښي کيدونکي دويم بيلټ اينډ روډفورم کښي شرکت کوي، د وزير اعظم عمران خان دوري په موقع به د پاکستان او چين ترمئينځه د آزاد تجارت لوظنامې باندي لاس ليک کولي شي
وزيراعظم عمران خان د چيني صدر شي جن پنګ په بلنه څلور ورځنۍ دوره باندې چين ته تلې دے چرته چې به وزيراعظم په بيجنګ کښي د دويم بيلټ اينډ روډفورم کښي شرکت هم کوي
وزير اعظم عمران خان به د فورم افتتاحي تقريب ته خطاب کوي او د مشرانو ګول ميز کانفرنس کښي به هم شرکت کوي، فورم کښي به دڅلويښت ملکونو مشران او د سلو نه سيوا ملکونو، بين الاقوامي ادارو او کارپوريټ سيکټرز وفود شرکت کوي،
وزيراعظم سره دي دوره کښي يو وزارتي وفد هم شامل دي ، هغه به دي دوره کښي ديوشمير ملکونو سربراهان او کاروباري و تجارتي مشرانو سره ملاقاتونه کوي