وزيراعظم عمران خان کوئټه کښې نيا پاکستان هاوسنګ سکيم پرانسته کړې

0
11
وزيراعظم عمران خان کوئټه کښې نيا پاکستان هاوسنګ سکيم پرانسته کړې

وزيراعظم عمران خان کوئټې دورې پر مهال د هزاره برادرۍ وفد سره ملاقات کړې او هزار ګنجې دهماکې شهيدانو کورنيو سره ئې غمرازې کړې ده،وزيراعظم عمران خان کوئټه کښې نيا پاکستان هاوسنګ سکيم پرانسته هم کړېده،تقريب ته خطاب کښې خان صيب پينځه کاله کښې د پينځوس لاکهو نه هم زيات کورنه جوړولو دعوا کړې ده
کوئټې ته رسيدو باندې ګورنر بلوچستان امان الله ياسين زئې، وزيراعلې جام کمال او د صوبائې کابينې ارکانو عمران خان ته هرکلې اووئے،عمران خان د بلوچستان آئې ټې يونيورسټۍ ته ورغلې،هلته ئې د هزار ګنجې بم دهماکې متاثرينو او هزاره برادرۍ مشرانو سره ملاقات کړې او د شهيدانو کورنيو سره ئې غمرازې کړې ده
ملاقات نه پس وزيراعظم د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم پرانسته کړې،په دغه تقريب کښې وزيراعلې جام کمال،ګورنر،اعلې چارواکو او د يونيورسټۍ طالبعلمانو شرکت کړې
تقريب ته خطاب کښې عمران خان دعوا کړې چې هغوې حکومت به پينځه کالو کښې د پنځوس لاکهو نه هم زيات کورنه جوړوې،عمران خان يو ځل بيا په تيرو حکومتونو د کرپشن الزامات لږولې او وئيلې دې چې د موجوده معاشې بحران ذمه وار تير حکومتونه دې ځکه چې هغوې ملک په قرضو کښې ډوب کړې دے