وزيراعظم نوازشريف د خېبرپښتونخوا ګورنر سردارمهتاب احمد خان استعفى رد کړې

0
20

وزيراعظم  نوازشريف  د خېبرپښتونخوا ګورنر سردارمهتاب احمد خان استعفى رد کړې او وئيلى  دى چې  هغه دې په خپله څوکې کار جارى اوساتى 

تفصيلاتو ترمخه د خېبرپښتونخوا ګورنر سردار مهتاب احمد خان  سرښار اسلام اباد کښې وزيراعظم نوازشريف سره ملاقات کړې دې 
ملاقات دوران  سردارمهتاب احمدخان  د خېبرپښتونخوا د ګورنر د څوکې نه استعفى ورکړه کومه چې وزيراعظم رد کړېده 
ملاقات روستو ګورنر خېبرپښتونخوا اووئيل چې د ذاتى وجوهاتو لوجې  د ګورنر  د څوکې نه د مستعفى کيدو  فېصله ئې کړې وه 
هغه وزيراعظم   نه  د استعفى منظورولو خواست اوکړو ولې وزيراعظم  هغه ته د ګورنر په څوکې کار جارى ساتلو هدايت اوکړو 
ملاقات دوران  داخله وزير چوهدرى نثار على خان او وزيراعلى پنجاب شهبازشريف هم موجود وو