وزيراعظم نيوزي لينډ حمله کښې شهيد نعيم راشد لپاره د قامي ايوارډ اعلان کړې

0
32
وزيراعظم نيوزي لينډ حمله کښې شهيد نعيم راشد لپاره د قامي ايوارډ اعلان کړې

وزيراعظم عمران خان د نيوزي لينډ ترهه ګرې حمله کښې د باتورې مظاهره کونکي شهيد نعيم راشد لپاره د قامي ايوارډ اعلان کړېدے،خان صيب وئيلي دي چې ټول قام په نعيم راشد فخر کوي
په ټوئټر باندې ورکړي شوي خپل بيان کښې وزيراعظم عمران خان د نعيم راشد د قربانې ستائينه کړې او وئيلي ئي دي چې هغه دهشت ګرد قابو کولو کوشش دوران د شهادت لوړه درجه ترلاسه کړېده
بيان کښې وئيلي شوي چې پاکستان په نعيم راشد فخر کوي او دا چې د بهادرې په صله کښې به حکومت نعيم راشد له قامي ايوارډ ورکوي
وزيراعظم عمران خان زياته کړېده چې کرائسټ چرچ دهشت ګردې نه متاثره پاکستانيانو کورنې سره اوګه په اوګه ولاړ يو