وزيراعظم يو حل بيا وئيلى چې بهر ملکونو کښې ميشته پاکستانى وګړى د ملک تر ټولو لويه اثاثه ده

وزيراعظم عمران خان يو حل بيا وئيلى چې بهر ملکونو کښې ميشته پاکستانى وګړى د ملک تر ټولو لويه اثاثه ده ، دغه وګړي د ملک لپاره لويې درد لري او دا چې اوورسيز پاکستانيانو په هر مشکل وخت کښې د ملک مرسته کړې ،

اسلام ابادکښې سوهني دهرتي ريميټنس پروګرام پرانستې دستورې ته وينا کښې وزيراعظم عمران خان دا پرګروام شروع کولو باندې د سټيټ بينک ګورنر ته خراج تحسين وړاندې کړو، وزيراعظم عمران خان اوئيل چې پاکستان کښې کله هم په برآمداتو باندې پاملرنه نه ده ورکړې شوې چې لوجې دا مهال ملک بهر ملکي زرمبادله ذخيرو کموښت سره مخ دې ، عمران خان مخکښې وائي چې کله هم د يو ملک برآمدات سېوا وي نو کرنټ اکاونټ خساره ئې هم کمه وي او دا چې دا مهال د حکومت پورا پورا کوشش دې چې په برآمداتو څانګې ته خاص توجه ورکړې شي، عمران خان د دستوره کښې يو ځل بيا دا خبره اوکړۀ چې بهر ملکونو کښې ميشته پاکستاني وګړي د ملک تر ټولو لويه اثاثه ده ځکه چې هغوي کښې د خپل ملک لپاره درد دې او هر مشکل وخت کښې ئې د ملک ملاتړ کړې ، وزيراعظم دا هم اوئيل چې دا مهال بهر ملکونو کښې ميشته وګړي پراپرټۍ کښې تر ټولو سېوا سرمايه کاري کوي او حکومت هم د هغوي د آسانتيا لپاره په يو شمير منصوبو لاس پورې کړې