وزيراعظم په هداياتو باندې جرګه جوړه کړے شوه

وزيرستان کښې د امن بحالۍ او مظاهره چيانو سره د مذاکراتو لپاره د وزيراعظم په هداياتو باندې جرګه جوړه کړے شوه،جرګه کښې د پي ډي ايم او د نورو پارليماني جماعتونو نمائندګان شامل دي،جرګه په د جمعے په ورځ په بنو کښې د اکرم خان دراني په کور کښې د وزيرستان د مشرانو سره ملاقات کوي او بيا به وزيراعظم ته خپل سفارشات وړاندې کوي
په دے برخه کښې د وزيردفاع خواجه آصف د لاسليک لاندې يو نوټيفيکيشن جاري کړے شوي چې پکښې وئيلے شوي چې نن د وزيراعظم سره د پښتونخوا د اسمبلۍ اپوزيشن ليډر اکرم خان دراني ملاقات کړے او ورسره ئې د وزيرستان په خصوصي ډول د ميرعلي او ميرانشاه په امن و امان باندې خبري کړي د نوټيفيکيشن مطابق د وزيراعظم په هداياتو باندې جرګه کښې د پي ډي ايم او د نورو پارليماني جماعتونو نمائندګان شامل کړے شوي او ټاکلے شوي چې دا جرګه به د جمعے په ورځ په بنو کښې په اکرم خان دراني هاؤس کښې د وزيرستان د مشرانو سره ملاقات کوي او د هغوي نه به ځان پوهوي چې څنګه به د وزيرستان امن خوندي کيږي،بيا ورستو به دا جرګه وزيراعظم ته خپل سفارشات وړاندي کوي په جرګه کښې د جمعيت علمائے اسلام د طرفه اکرم خان دراني،مولانا عطاالرحمان،د مسلم ليګ ن له طرفه اميرمقام او مرتضي جاويد عباسي،د عوامي نيشنل پارټۍ نه ايمل ولي خان،د پيپلزپارټۍ نه نجم الدين خان او فيصل کريم کنډي،سکندر شيرپاؤ،عبدالله ننګيال،حيدرخان ايډوکيټ،مختيار باچا،فياض خان،ډاکټر ذاکر شاه ،مولانا عطاالحق درويش،سنيټر مشتاق احمد خان،پروفيسر ابراهيم شامل دي