وزيراعظم پوليس ريفارمز له لارے پوليس د سياسي اثر و رسوخ نه ازادولو اعلان هم کړي

0
105

وزيراعظم عمران خان په مشري کښې د پنجاب صوبائي کابينه مهمه غونډه شوي چي پکښي خيبر پختونښواه په طرز باندي بلدياتي نظام معارفي کولو فيصله شوے ، وزيراعظم پوليس ريفارمز له لارے پوليس د سياسي اثر و رسوخ نه ازادولو اعلان هم وکړو
تفصيلاتو ترمخه وزيراعظم عمران خان نن د پنجاب سر ښار لاهور کښي ډيره لګولي وه او هغه ايوان وزيراعلي کښې د پنجاب صوبائي کابينه غونډي مشري وکړه
غونډه ته وينا پر محال وزيراعظم عمران خان وزرا باندي واضح کړه چي هر صورت به سلو ورځو پلان باندي عمل کولي شي ، عمران خان سبسډي باندي رواني منصوبو فوري آډت کولو سره پنجاب کښې خيبر پختونخواه پر طرز بلدياتي نظام معافي کولو هدايات جاري کړل
وزيراعظم عمران خان وينا کښې پنجاب صوبائي وزرا ته خپلو خپلو محکمو کښې سادګي ته وده وکولو هدايات هم ورکړل او وے وئيل چي د کابينه غړو ړومبي ترجيح بدعنواني او کرپشن مخنيوے پکار دے
وزيراعظم عمران خان پنجاب کښي درنو درنو تنخواګانو باندي بهرتي ختمولو سره پوليس ريفارمز له لارے پوليس د سياسي اثر و رسوخ نه ازادولو اعلان هم وکړو
دينه وړاندي وزيراعظم چي کله ايوان وزيراعلي ته راورسيدو نه د پنجاب وزيراعلي سردار عثمان بزادر د هغه تود هرکلے وکړو ، وزيراعظم عمران خان کرين پاکستان مهم له لارے ايوان وزيراعلي کښې ونه هم ولګوله