وزيراعظم ځوانان بااختياره جوړولولپاره آسانو قرضو اعلان کړې

وزيراعظم تهر کښې د 1320میګاواټه بجلۍ منصوبے پرانسته کړې

وزيراعظم شهبازشريف ځوانان بااختياره جوړولولپاره آسانو قرضو اعلان کړې او وئيلي دي چې پنځه لکه روپو پورې به بغير د سود قرضے ورکولې شي، مونږ ډير مشکل حالاتو کښې حکومت سنبال کړي، نن مشکلات ډېر زيات دې خو په شريکه به پاکستان مشکلاتو نه اوباسلې شي

اسلام آباد کښې يوتهه بزنس اينډ ايګري لونز افتتاحي دستورې ته خپله وينا کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي که چرې ځوانانو ته وسائل ورکړې شي نو د ملک اصل مقام واپسي ترلاسه کيدې شي
وزيراعظم اووئيل چې مونږ ځوانانو ته کومې قرضې ورکړې وې، هغه نهه نوي فيصده دوي واپس کړېدي ، اوس به بيا ځوانانو ته پنځه اوويا لکه روپو پورې قرضې ورکولې شي، چې پکښې به پنځه لکه روپې قرضه باندې سود نه وي ،او پنځلس لکه روپو پورې قرض به اووه فيصدسود باندې ورکولې شي
وزيراعظم اووئيل چې پاکستان بچ کولو لپاره مونږ خپل ټول سياست په داؤ لګولې دې،ملک او قام به چرې هم يواځې نه پريږدو
وزيراعظم زياته کړه چې د ملک بچ کولو لپاره اشرافيه او سرمايه دارو ته به هم قربانۍ ورکول وي