وزيراعلى خيبرپښتونخوا د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم په منصوبو عملدرامد اطمينان څرګند کړے

وزيراعلى خيبرپښتونخوا د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم په منصوبو عملدرامد اطمينان څرګند کړيدے،وزيراعلي هدايات جاري کړيدي چې د منصوبو لپاره د زمکو مسائل دې زر تر زره حل کړے شي،او په کاغذونو کې نه،بلکه په ګراونډ پرمختګ غواړم،

د وزيراعلي خيبر پښتونخوا محمودخان په مشرۍ کې د نيا پاکستان هاوسنګ سکيم اجلاس شويدے،اجلاس کې ايډيشنل چيف سيکرټري، مختلف محکمو انتظامي سيکرټريان او نورو متعلقه چارواکو ګډون کړے، د سکيم لاندي په صوبه کې د هاوسنګ مختلفو منصوبو د پرمختګ جاج اخستے شوے،او وزيراعلي متعلقه چارواکو ته په منصوبو پرمختګ يقيني جوړولو لپاره د يوي مياشتي ډيډلائن ورکړيدے، په دې موقعه وزيراعلي وئيلي دي چې نيا پاکستان هاوسنګ سکيم اولس ته په ارزان نرخونو د کورونو ورکولو د موجوده حکومت فليګ شپ سکيم دے، وزيراعلي زياته کړيده چې په منصوبو عملدرامد باندي هيڅ قسمه ځنډوالے به نه شي برداشت کولے،وزيراعلي وينا وه چې د ټولو کارونو دپاره دې ټائم لائن مقرر کړے شي، د بريفنګ په وخت وزيراعلي ته وئيلے شويدي چې د يو نيم سل کنالو جلوزئۍ هاوسنګ سکيم پي سي ون منظور کړے شوے،منصوبه به څه دپاسه دري اربه روپو په لګښت مکمل کولے شي