وزيراعلى خېبرپښتونخوا د ګيس په کم پريشراو لوډشيډنګ نوټس اخستې

وزير اعلي خيبر پښتونخوا محمود خان د ګيس کم پرېشر او لوشېډنګ د مسئلې نوټس اخيستی ،جي اېم سوئی نادرن ئې طلب کړي ،وزيراعلي په دريو ورځو کښې دننه سوئي ګيس د لوشېډنګ او کم پرېشر مسئلې حل کولو امر کړي
وزير اعلي خيبر پښتونخوا محمود خان سر ښار پېښور او د صوبې نورو ضلعو کښې د ګېس کم پرېشر او لوشېډنګ په سختۍ سره نوټس اخيستی،جي ايم سوئي نادرن ګېس ئې دفتر ته طلب کړي ،وزير اعلي د پېښور پشمول ټوله صوبه کښې د ګېس کم پرېشر او لوشېډنګ په معامله د برهمي اظهار کړي وزير اعلي هدايات جاري کړي چې دا مسئله دي فوري توګه حل کړي شي ،په دي لړ کښې د بهتري لپاره اوچت کړي شوي اقداماتو رپورټ دي دريو ورځو کښې دننه وړاندې کړي شي.وزير اعلي زياته کړې چې روان کال د یخني موسم کښې دي کورني صارفیينو ته د ګېس ورکول په هر حال کښې يقيني کړي شي په دې موقع جی ايم سوئي نادرن ګېس وزير اعلي ته باور ورکړی چې د پېښور پشمول ټوله کښې به د ګيس کم پرېشر او لوشېډنګ مسئله په تر جيحي بنيادونو حل کوي. هغه دعوه کړې چې راتلونکې څو ورځو‌ کښې به د ګيس فراهمي مسئله تر ډيره حده پورې حل شي او کو رنئي صارفیينو به د کم پرېشر مسئلې سره نه مخ کيږي.