وزيراعلى خېبرپښتونخوا محمود خان جنوبى وزيرستان کښې د ترهه ګرو خلاف جنګ کښې د اووه سيکيورټى اهلکارو په مرګ د خفګان اظهار کړې

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان جنوبي وزيرستان کښي د ترهګرو خلاف اووه سيکورټي اهلکارو شهادت باندي ژور غم څرګند کړے او د دغه پيښې ئې په سختو ټکو کښې غندنه کړي، محمود خان وئيلي دي چې د دهشت ګردو خلاف جنګ کښي پوره قوم سيکورټي فورسز سره ولاړ دے،

د جنوبي وزيرستان اسمان مينزه سيمه کښې د ترهګرو خلاف اپريشن دوران د اووه سيکورټي فورسز اهلکارو شهادت په اړه پيغام جاري کړے، وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چي هغه د اهلکارو په شهادت د دوي خاندان سره د همدردۍ اظهار کوي،وزيراعلي د شهيدانو درجاتو بلندۍ لپاره د دوي کورنۍ لپاره خصوصي دعا غؤښتي، محمود خان وئيلي دي چي د ملک او قام امن لپاره د سيکورټي فورسز ډيري قربانياني دي،قوم د سيکورټي فورسز قربانيانو ته سلام وړاندي کوي، وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چې ترهګر په هيڅ صورت هم زمونږ حوصلي نه شي کمزورے کولے