وزيراعلى خېبرپښتونخوا محمود خان د مردان مختلفو هسپتالونو ، تهانړو او د ايکسائز چيک پوسټونو ناڅاپه دوره کړې

د خیبرپختونخوا وزیراعلی په مردان کښی د مختلفو هسپتالونو،تهانو او د ایکسائز چیک پوسټونو اچانک دوری کړیدی او د چارواکو د کارکردګی جاج ئی اخیستی دی،په شیرګړه چیک باندی د ایکسائز ټوله عمله وزیراعلی معطله کړیده،وزیراعلی بیس بدل کړی وو او اکثره اهلکارو وزیراعلی نه دی پیجندلی، د خیبرپختونحوا وزیراعلی محمودخان په مردان کښې د صفائی په نظام وزیراعلی د غصی څرګندونه کړیده او ټی ایم او ته ئی وارننګ جارې کړیدی،په شیرګړ کښی د ایکسائز ټوله عمله وزیراعلی معطله کړیده،وزیراعلی محمودخان په موقع موجود اهلکارانو ته وئیلی دی چی په دومره ګرمی کښی زه راوتی یمه نو تاسو به هم ډیوټی کوئی او د اولس خدمت به کوئی ولی چی تاسو ته د دی په بدل کښی تنخوا میلاویږی،وزیراعلی زیاته کړیده چی د اولس خدمت کول د سرکاری چارواکو زمه واری ده او چی څوک هم دا نه کوی نو هغوئی ته به سزا میلاویږی