وزيراعلى خېبرپښتونخوا په مشرې کښې مهمه غونډه شوې

د خیبرپختونخوا د وزیراعلی محمودخان په مشرئی کښی د امن وامان حوالی سره غونډه ترشویده،په غونډه کښی چیف سیکرټری،آئی جی پی،ډویژنل کمیشنرز او آر پی اوز هم ګدون کوی وو پیښور کښی د وزیراعلی محمودخان په مشرئی کښی غونډه ترسره شویده په غونډه کښی د امن وامان حوالی سره وزیراعلی ته تفصیلی بریفنګ ورکړی شوی د ګاونډی هیواد د افغانستان په موجوده صورتحال او په راتلونکی حالاتو خبری اتری کړی شویدی،په دیر کښی د دوه افسوسناکه پیښو په حقله وزیراعلی ويیلی دی چی د داسی پیښو بائید مخنوی اوکړی شی او دا چی ائینده داسی پیښی قابل قبول نه دی،وزیراعلی وئیلی دی چی جرګی د امن و امان د پاره ښه کردار ادا کوی خو جرګو ته دی د وسلی د وړلو اجازت بائید چاته هم ور نه کړی شی،وزیراعلی ته په بریفنګ کښی وئیلی شویدی چی پولیسو په تیرو پنځه دیرش ورځو کښی د نیشنل ایکشن پلان په مطابق دوه زره شپږ سوه یو دیرش کیسونه درج کړیدی،د شپږ زره نه سیوا غیرقانونی وسله په ولکه کښی اخیستی شویده،د لینډمافیا خلاف دوه نیم سوه کیسونه رجسټرډ شویدی،دوه زره شپږسوه پنځه نوی کلو نشه ایز مواد په قبضه کښی اخستی شوی،په اجلاس کښی دا فیصله هم کړی شوی چی د ضرورت په وخت د راتلونکی پولیو مهم د پاره به د وفاق نه د ایف سی غوښتنه کولی شی